زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2023/09/07 - 16:33:0
زيارة: 98
مشاركة مع الـأصدقاء

د تورخم لار د دویمې ورځې لپاره هم تړلې
 د تورخم لار د دویمې ورځې لپاره هم تړلې

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي‌ چارواکي وايي،‌ تورخم کې د طالب او پاکستاني‌ ځواکونو له نښتې وروسته پنج شنبه (د وړی ۱۶مه) دویمه ورځ هم د تګ راتګ لاره تړلې ده.‌

د انصار خبرګزاری د راپور لمخی په سیمه کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، له پرونۍ نښتې وروسته ډزې نه دي‌ شوې خو "د خلکو او موټرو پر مخ لاره لا هم بنده ده."

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور چارواکي قریشي بدلون بي بي‌ سي پښتو ته وویل "تورخم کې اوس وضعیت عادي دی، البته د بار وړونکو موټرو او مسافر پر مخ لاره لا هم تړل شوې.‌ د پاکستان له لوري مسافرو او ټرانزیټ ته اجازه نه ورکول کېږي."

د ننګرهار د پولیسو یو چارواکی وايي،‌ د لارې خلاصون او د ستونزې د حل لپاره "د مشرانو تر منځ خبرې روانې دي."

خو دا نه په ډاګه کوي‌ چې دا خبرې د کومې کچې چارواکو ترمنځ او په کوم ځای کې روانې دي.‌

د تورخم دواړو غاړو ته سلګونه کسان او د ټرانزیټ یا سوداګرۍ لویې لارۍ ولاړ دي. ‌‌په مسافرو کې ګڼ شمېر ناروغان هم دي چې پښتونخوا او نورو ځایونو ته د درملنې لپاره ځي.‌

که څه هم طالب چارواکي د مرګژوبلې په اړه له څه ویلو ډډه کوي‌ خو د طالبانو د حکومت یوه ځايي چارواکي پرون د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو چې دوه کسان د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.  د دغې سرچینې په وینا، وژل شویو کې یو موټر چلوونکی او بل طالب سرتېری شامل دي.  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو، "یاده نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پر افغان ځواکونو د ډزو له پیلولو سره رامنځته شوه چې افغان ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون وښود او نښته وشوه."   تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلو را تلو تر څنګ د سوداګرۍ او ټرانزيټ خورا مهمه لار بلل کېږي.‌ پر دې کرښه د طالب ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د بېلا بېلو لاملونو له کبله پخوا هم نښتې شوې دي. اوس روښانه نه ده چې پر ډیورنډ کرښه د تلو راتلو دغه مهمه لار به کله بېرته پرانیستل شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26872






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان